کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نورستان کې اور لګېدنه/ ځايي اوسېدونکي: د اور د کابو کولو لپاره کوم پلاوی نه دی رسېدلی

14 جوزا 1401 ساعت 11:31

د نورستان ولایت په ځنګلونو کې اورلګېدنه په داسې حال کې دولسمې ورځې ته داخله شوه، چې د عامو سرچینو په وینا د اسلامي امارت د مسؤلینو له څرګندونو سره سره تراوسه د اور د اړولو لپاره کوم پلاوی نه دی راغلی. ويل کيږي چې تر اوسه پورې د دغه ولايت له ځنګلونو څخه څه دپاسه ٢٠٠ جريبه ځمکه سوځول شوې ده.


آوا: په نورستان ولایت کې سیمه ییزې سرچینې نن (شنبه د غبرګولي ۱۴مه) وايي چې له تېرو ۱۲ ورځو راهیسې د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ د دره شمام په ځنګلونو کې اور لګېدلی دی.

یوه سرچینه وايي چې تر اوسه د اور د کمولو لپاره د سیمې خلکو له شته امکاناتو کار اخیستی، خو اغېزمن نه دی.

د سيمې يوه اوسېدونکي محمد عجب وويل، چې ټول خلک له څو ورځو راهيسې د اور د کابو کولو لپاره خپل کوښښونه کړي، خو د اور د پراخوالي له امله د دوی هڅې ناکامې شوې دي.

د ځایي خلکو په وینا، که څه هم د اور وژنې ډلې سیمې ته استول شوي، خو د اور د کابو کولو لپاره کوم ټیم نه دی رسېدلی.

خو د نورستان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس سميع الحق حقبين رسنيو ته وويل، چې اورلګېدنه د نورستان په ځنګلونو کې شوې ده.

نورستان د هېواد په ختيځ کې يو غرنى ولايت دى چې طبيعي ځنګلونه لري.
 


د مطلب کود: 253751

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253751/نورستان-کې-اور-لګېدنه-ځايي-اوسېدونکي-د-کابو-کولو-لپاره-کوم-پلاوی-نه-دی-رسېدلی

آوا
  https://www.avapress.com