دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 253749
د نړیوال بانک لخوا په افغانستان کې د دریو لویو پروژو لپاره ۷۹۳ میلیونه ډالره تخصیص
نړیوال بانک پرون (جمعه د غبرګولي ۱۳مه) د افغانستان لپاره ۷۹۳ میلیونه ډالره بودیجه ځانګړې کړه. د ياد سازمان په وينا، دغه بوديجه به د خوراکي توکو د خونديتوب، د افغاني ټولنې د بيارغونې او د ژوندانه د ښه والي او د اړينو روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې په درېيو سترو پروژو تمرکز وکړي.
افغان غږ خبری آژانس : نړیوال بانک ویلي چې د اسلامي امارت له کنټروله بهر ټولې درې پروژې به د ملګرو ملتونو د ادارو او غیردولتي موسسو له لارې پلې شي.

نړیوال بانک د جمعې په ورځ (د جوزا ۱۳مه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پروژې د ښځو او نجونو د مرستې په موخه جوړې شوې دي.

د راپور له مخې، د افغانستان د بیړني خوراکي خوندیتوب پروژه به د کروندګرو لپاره د خوړو په تولید کې مرسته وکړي او د خوراکي توکو د خوندیتوب د لا خرابیدو مخه ونیسي.

دا پروژه د غنمو په تولید تمرکز کوي او د ۲۰۲۲ کال د نومبر په موسم کې به د ۳۰۰۰۰۰ کورنیو سره مرسته وکړي او د ۲۰۲۳ کال د مارچ څخه تر نومبر پورې د ۳۰۰۰۰۰ نورو کورنیو سره مرسته وکړي. د دې پروژې لګښت ۱۹۵ میلیونه ډالره اټکل شوی دی.

د "افغانستان د ټولنې بیا رغونه او معیشت" په نوم د ۲۶۵ ملیون ډالرو بله پروژه به د لنډ مهاله معیشت د فرصتونو په برابرولو او په کلیو او ښاري سیمو کې د بیړنیو ضروري خدماتو په وړاندې کولو کې مرسته وکړي.

د دې پروژې موخه د ټول افغانستان په ۶۴۵۰ کلیوالو او بامیان، هرات، جلال اباد، کابل، کندهار، خوست، کندز او بلخ ښارونو کې د یو میلیون کورنیو لپاره د ژوند فرصتونه او عاید برابرول دي.

سربیره پردې، په کلیوالو سیمو کې نور ۹،۳ ملیونه افغانان به له لومړنیو خدماتو لکه پاکو اوبو او د سړکونو له بیارغونې څخه برخمن شي.

دریمه پروژه د اړینو روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو تمرکز کوي. د دې پروژې موخه د لومړنیو روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې د ښځو او ماشومانو ملاتړ دی. د دې پروژې ټول لګښت ۳۳۳ میلیونه ډالره دی.
 
https://avapress.com/vdcfjmd01w6dtea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته