دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 253732
په تخار کې اته تنه دجنايي جرمونو په تور ونيول شول
د هېواد په شمال ختيځ کې د تخار پوليس وايي، په تالقانو کې يې اته تنه د جنايي جرمونو په تور نيولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: عبدالمبین صافی; د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند افغان غږ خبری آژانس ته وویل: دغه کسان نن (شنبه، د غبرګولي ۱۴ مه) د تالقانو ښار د شپږمې ناحیې د مامورینو له خوا د غیر قانوني کړنو، د خلکو د ځورولو او غلا په تور نیول شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، نيول شويو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړى او په اړه يې لومړنۍ څېړنې پيل شوې دي.
 
له دې وړاندې هم د تالقانو ښاریانو د جنايي جرمونو له زیاتوالي شکایت کړی و او د امنیتي چارواکو د پاملرنې غوښتنه یې کوله.
 
https://avapress.com/vdchxxnii23nmqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته