کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تخار کې اته تنه دجنايي جرمونو په تور ونيول شول

خبرگزاری صدای افغان(آوا) مزارشریف , 14 جوزا 1401 ساعت 9:58

د هېواد په شمال ختيځ کې د تخار پوليس وايي، په تالقانو کې يې اته تنه د جنايي جرمونو په تور نيولي دي.


آوا - مزارشریف: عبدالمبین صافی; د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند آوا ته وویل: دغه کسان نن (شنبه، د غبرګولي ۱۴ مه) د تالقانو ښار د شپږمې ناحیې د مامورینو له خوا د غیر قانوني کړنو، د خلکو د ځورولو او غلا په تور نیول شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، نيول شويو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړى او په اړه يې لومړنۍ څېړنې پيل شوې دي.
 
له دې وړاندې هم د تالقانو ښاریانو د جنايي جرمونو له زیاتوالي شکایت کړی و او د امنیتي چارواکو د پاملرنې غوښتنه یې کوله.
 


د مطلب کود: 253732

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253732/په-تخار-کې-اته-تنه-دجنايي-جرمونو-تور-ونيول-شول

آوا
  https://www.avapress.com