دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۰
د مطلب کود : 253625
امیرخان متقي په کابل کې د ترکیې له سفیر سره وکتل
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګین ترمنځ په کتنه کې؛ دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترکیې سفیر په دې کتنه کې وویل چې د افغانستان او ترکیې اړیکې په مثبت لور روان دی او زیاته یې کړه چې ترکیه هڅه کوي چې د دغو اړیکو د لا ښه کېدو لپاره هر څومره چې ممکنه وی کار وکړي.

جهاد ارګین زیاته کړه چې ترکیه په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د ترکیې پانګوال هڅوي چې په لوړه کچه بشري مرستې برابرې کړي او دا لړي ته دوام ورکړي.

امیرخان متقي همدارنګه د ترکیې سفیر ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د متقي په وينا، د افغانستان او ترکيې د دولتونو ترمنځ مثبتې اړيکې په ځانګړې توګه د سياسي مسايلو په اړه د نظريو تبادله د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

ترکیه هغه هېواد دی چې له افغانستان سره اوږده تاریخي اړیکې لري او تر اوسه یې په بېلابېلو برخو کې په ځانګړې توګه د دغه هېواد د پوهنې په سیستم کې همکاري کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcirparwt1awq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته