دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 253620
د افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمیسیون د عملي کار پیل
د اسلامي امارت سرچینو خبر ورکړی چې ۷ تنه علمي کادرونه د وطن د خدمت په موخه له بهر څخه راستانه شوي او د کمیسیون له رئیس مولوي شهاب الدین دلاور سره یې لیدلي او خبرې اترې کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل : د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست او د کمیسیون رئیس شیخ شهاب الدین دلاور د هېواد له هغو اوو تنو ساینسي کارکوونکو سره چې له ډېرو کلونو وروسته افغانستان ته راستانه شوي او د خلکو په خدمت کې دي، وکتل.

د اووه کسیزې ډلې راستنېدل چې د کابل د هوايي ډګر د چارواکو له خوا یې تود هرکلی وشو، د افغانستان راتلونکي ته هیلې زیاتې کړې.

په همدې حال کې په مزارشريف ښار کې هم ويل کېږي چې يو شمېر کورني پانګوال له بهر څخه راستانه شوي او د بلخ ولايت په صنعتي پارک کې چې له څه مودې راهيسې غير فعاله وو خپلې فابريکې بېرته پرانېزي.
 
https://avapress.com/vdcdxs0xzyt0k96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته