افغان غږ خبری آژانس (
افغان غږ خبری آژانس)، د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، د می په ۲۱ مه د شنبې په ورځ ماسپښین ۱ بجه په کجګه هوز کې د یوې ترافیکی پېښې له امله د یوې ۲۳ کلنې ښځې په ګډون څلور تنه وژل شوی دی. د (ګجګه حوض شاه) ولسوالۍ په خواهان کلي کې يو تن مړ او بل ټپي شوي.
په یوه بله پېښه کې مطیع الله روحاني؛ په کندز کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس هم
افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د کندز – امام صاحب ولسوالۍ په لویه لاره په ترافیکي پېښه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وينا، د دې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتياطي بلل شوې ده.
خو په وروستیو میاشتو کې په ښارونو کې د ترافیکي قوانینو د نه مراعت او د سړکونو د خرابوالي له امله ترافیکي پېښې زیاتې شوي دي.
##بدخشان ##کندوز ##ترافیکي_پیښه ##امام_صاحب_ولسوالي ##بي_احتیاطي ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه ##افغانستان_خبرونه ##خبرونه
##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه