کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بدخشان او کندز کې دوو ترافيکي پېښي ۹ تنو مرګ ژوبله واړوله

1 جوزا 1401 ساعت 10:59

د بدخشان او کندز سیمه ییز چارواکي وايي، په دغو دوو ولایتونو کې په دوو ترافیکي پېښو کې پنځه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.


افغان غږ خبری آژانس (آوا)، د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، د می په ۲۱ مه د شنبې په ورځ ماسپښین ۱ بجه په کجګه هوز کې د یوې ترافیکی پېښې له امله د یوې ۲۳ کلنې ښځې په ګډون څلور تنه وژل شوی دی. د (ګجګه حوض شاه) ولسوالۍ په خواهان کلي کې يو تن مړ او بل ټپي شوي.

په یوه بله پېښه کې مطیع الله روحاني؛ په کندز کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس هم آوا ته وویل: د کندز – امام صاحب ولسوالۍ په لویه لاره په ترافیکي پېښه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وينا، د دې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتياطي بلل شوې ده.

خو په وروستیو میاشتو کې په ښارونو کې د ترافیکي قوانینو د نه مراعت او د سړکونو د خرابوالي له امله ترافیکي پېښې زیاتې شوي دي.

##بدخشان ##کندوز ##ترافیکي_پیښه ##امام_صاحب_ولسوالي ##بي_احتیاطي ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه ##افغانستان_خبرونه ##خبرونه
##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه


د مطلب کود: 253491

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253491/بدخشان-او-کندز-کې-دوو-ترافيکي-پېښي-۹-تنو-مرګ-ژوبله-واړوله

آوا
  https://www.avapress.com