افغان غږ خبری آژانس (
افغان غږ خبری آژانس)، د ملګرو ملتونو سرمنشي پرون (شنبه، مې ۲۱مه) په ټویټر کې لیکلي: کله چې جګړه پیل شي، خلک به وږي شي.
ملګرو ملتونو تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې د افغانستان تر نیمايي ډېر وګړي له لوږې سره مخ دي او له افغانستان سره بشري مرستې باید دوام وکړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت او د خوراکي توکو کمښت خورا د اندېښنې وړ دی او اټکل کېږي چې د روان کال تر نومبر میاشتې به ۱۸.۹ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ شي.
##ملګري_ملتونه ##خوړو_نړیوال_سازمان ##افغانستان ##انتوني_ګوتریش ##قحطي ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه ##افغانستان_خبرونه
##خبرونه ##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه