کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو سازمان په جګړه ځپلو سیمو کې د قحطۍ پر زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړه

1 جوزا 1401 ساعت 10:37

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش پرون (شنبه، د مې ۲۱مه) په ټویټ کې وویل چې هغه په جګړه ځپلو سیمو کې د لوږې او قحطۍ پر زیاتېدو اندېښمن دی. د چارواکو په وینا، د نړۍ شاوخوا ۶۰ سلنه لوږه په جګړه ځپلو سیمو کې راپور ورکول شوي.


افغان غږ خبری آژانس (آوا)، د ملګرو ملتونو سرمنشي پرون (شنبه، مې ۲۱مه) په ټویټر کې لیکلي: کله چې جګړه پیل شي، خلک به وږي شي.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې د افغانستان تر نیمايي ډېر وګړي له لوږې سره مخ دي او له افغانستان سره بشري مرستې باید دوام وکړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت او د خوراکي توکو کمښت خورا د اندېښنې وړ دی او اټکل کېږي چې د روان کال تر نومبر میاشتې به ۱۸.۹ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ شي.

##ملګري_ملتونه ##خوړو_نړیوال_سازمان ##افغانستان ##انتوني_ګوتریش ##قحطي ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه ##افغانستان_خبرونه
##خبرونه ##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه


د مطلب کود: 253489

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253489/د-ملګرو-ملتونو-سازمان-په-جګړه-ځپلو-سیمو-کې-قحطۍ-پر-زیاتیدو-اندیښنه-څرګنده-کړه

آوا
  https://www.avapress.com