دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 253443
کندوز کښي یو صراف وژل شوی دی
په کندوز کي د طالبانو ځايي چارواکي تاییدوي چي ناپيژاند وسله والو پرون په دغه ولايت کي دري تنه وژلي دي.
افغان غږ خبری آژانس (افغان غږ خبری آژانس)، د کندوز د امنیي قوماندانۍ طالب ویاند عبیدالله عابد وايي چي د رستاق آباد کلي ته څيرمه ناپيژاند وسله وال د یو صراف په ګډون دیوي کورنۍ دري غړي وژلي او یو بل یي ټپي کړی دی.

نوموړی وايي چي د قاتل د نیولو هڅي پیل شوي دي.

د پيښي انګيزه نه ده په ډاګه شوي، خو ګمان کيږي چي د غلا وجه به وي.

په افغانستان باندي د طالبانو په واکمنیدو سره دا ډول پيښي کمي شوي وي، خو د بي کارۍ او فقر له شدت سره یي د زیاتیدو خبرونه ورکړل شوي دي.

##کندوز ##صراف ##طالب ##طالبان ##اسلامي_امارت ##بي_کاري ##فقر ##افغانستان ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه ##افغانستان_خبرونه
##خبرونه ##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه



https://avapress.com/vdcgtw9xwak9nt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته