په کندوز کي د طالبانو ځايي چارواکي تاییدوي چي ناپيژاند وسله والو پرون په دغه ولايت کي دري تنه وژلي دي.
کندوز کښي یو صراف وژل شوی دی
31 ثور 1401 ساعت 11:02
په کندوز کي د طالبانو ځايي چارواکي تاییدوي چي ناپيژاند وسله والو پرون په دغه ولايت کي دري تنه وژلي دي.
افغان غږ خبری آژانس (آوا)، د کندوز د امنیي قوماندانۍ طالب ویاند عبیدالله عابد وايي چي د رستاق آباد کلي ته څيرمه ناپيژاند وسله وال د یو صراف په ګډون دیوي کورنۍ دري غړي وژلي او یو بل یي ټپي کړی دی.
نوموړی وايي چي د قاتل د نیولو هڅي پیل شوي دي.
د پيښي انګيزه نه ده په ډاګه شوي، خو ګمان کيږي چي د غلا وجه به وي.
په افغانستان باندي د طالبانو په واکمنیدو سره دا ډول پيښي کمي شوي وي، خو د بي کارۍ او فقر له شدت سره یي د زیاتیدو خبرونه ورکړل شوي دي.
##کندوز ##صراف ##طالب ##طالبان ##اسلامي_امارت ##بي_کاري ##فقر ##افغانستان ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه ##افغانستان_خبرونه
##خبرونه ##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه
د مطلب کود: 253443