د
افغان غږ خبری آژانس (
افغان غږ خبری آژانس)، صهیونیسټي وسله والو د شنبې په سهار د جنین په کمپ برید وکړ او د حیفه په کوڅه کې یې له فلسطینی ځوانانو سره نښته وکړه.
د صهیونیسټی پوځیانو په ډزو کښې ۱۷ کلن فلسطینی امجد ولید فاید شهید او درې نور ژوبل شول.
د فلسطیني رسنیو د راپور له مخې د جمعې په ورځ د لویدیځې غاړې په مختلفو سیمو کښې د صهیونیسټي پوځیانو په حملو کښې ۶۹ فلسطینیان ژوبل شول.
صهیونیسټانو تیره جمعه هم په جنین حمله وکړه چې په ترڅ کښې یې یو فلسطینی ځوان د جنین په کفردان سیمه کښې د نیواکګرو عسکرو په ډزو شهید او ۱۱ نور ژوبل شول.
په وروستیو اونیو کښې په لسګونو فلسطینیان د صهیونیسټی پوځیانو له خوا وژل شوی دی.
##صهیونیسټان ##فلسطین ##اسراییل ##حیفه ##پوځیان ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه ##افغانستان_خبرونه ##خبرونه ##تازه_خبرونه
##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه