خبری سرچینو نن سهار په شمال لویدیځ کښې د جنین په کمپ کښې د صهیونیسټی پوځیانو په حملې کښې یو فلسطینی ځوان شهید او درې نور ژوبل کړل .
په جنین باندې د صهیونیسټانو په حمله کښې د یو فلسطینی ځوان شهادت
31 ثور 1401 ساعت 10:15
خبری سرچینو نن سهار په شمال لویدیځ کښې د جنین په کمپ کښې د صهیونیسټی پوځیانو په حملې کښې یو فلسطینی ځوان شهید او درې نور ژوبل کړل .
د افغان غږ خبری آژانس (آوا)، صهیونیسټي وسله والو د شنبې په سهار د جنین په کمپ برید وکړ او د حیفه په کوڅه کې یې له فلسطینی ځوانانو سره نښته وکړه.
د صهیونیسټی پوځیانو په ډزو کښې ۱۷ کلن فلسطینی امجد ولید فاید شهید او درې نور ژوبل شول.
د فلسطیني رسنیو د راپور له مخې د جمعې په ورځ د لویدیځې غاړې په مختلفو سیمو کښې د صهیونیسټي پوځیانو په حملو کښې ۶۹ فلسطینیان ژوبل شول.
صهیونیسټانو تیره جمعه هم په جنین حمله وکړه چې په ترڅ کښې یې یو فلسطینی ځوان د جنین په کفردان سیمه کښې د نیواکګرو عسکرو په ډزو شهید او ۱۱ نور ژوبل شول.
په وروستیو اونیو کښې په لسګونو فلسطینیان د صهیونیسټی پوځیانو له خوا وژل شوی دی.
##صهیونیسټان ##فلسطین ##اسراییل ##حیفه ##پوځیان ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه ##افغانستان_خبرونه ##خبرونه ##تازه_خبرونه
##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه
د مطلب کود: 253438