دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۰
د مطلب کود : 253432
په فاریاب کې د "غنمو لپاره کار" پروګرام کې ۲۲ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوه
د فارياب د کرنې رياست چارواکي وايي، چې د "غنمو لپاره کار" پروګرام د دغه ولايت په ۱۷ ولسواليو کې ۲۲ زره کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس (افغان غږ خبری آژانس) – مزارشریف، عزت الله نورانی؛ د فاریاب د کرنې او اوبو لګولو رئیس نن شنبه د غويي ۳۱ مه افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د کرنې وزارت له خوا د غنمو پر وړاندې د کار په پروګرام کې ۲۲ زره کسان  په ۱۷ ولسوالیو او میمنې ښار کې په دندو ګومارل شوي دي.

د هغه په وينا، دغه پروګرام په تېرو درېيو ورځو کې په فارياب کې پيل شوى، چې موخه يې په ټولنه کې د بېوزلۍ کمول دي.

د فارياب د کرنې او اوبو لګولو رييس ټينګار وکړ چې د دغه پروګرام په ترڅ کې به کرنيز کانالونه، ويالې، سړکونه پاک شي او غاړو ته به سړکونه ورغول شي.

هغه زیاته کړه، کارګران هره ورځ د پنځو کاري ساعتونو لپاره ۱۰،۵ کیلو ګرامه غنم ترلاسه کوي او دغه پروګرام به په فاریاب ولایت کې لس ورځې دوام وکړي.

تر دې مخکې په ټول هېواد کې د "غنمو لپاره کار" پروګرام پیل شوی و، چې زرګونه کسانو د کار په بدل کې غنم ترلاسه کول.

##غنم ##کار ##هیواد ##میمنه ##فاریاب ##کرني_وزارت ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه ##افغانستان_خبرونه ##خبرونه
##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه

https://avapress.com/vdcexx8wwjh8nei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته