د فارياب د کرنې رياست چارواکي وايي، چې د "غنمو لپاره کار" پروګرام د دغه ولايت په ۱۷ ولسواليو کې ۲۲ زره کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده.
په فاریاب کې د "غنمو لپاره کار" پروګرام کې ۲۲ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوه
31 ثور 1401 ساعت 9:20
د فارياب د کرنې رياست چارواکي وايي، چې د "غنمو لپاره کار" پروګرام د دغه ولايت په ۱۷ ولسواليو کې ۲۲ زره کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس (آوا) – مزارشریف، عزت الله نورانی؛ د فاریاب د کرنې او اوبو لګولو رئیس نن شنبه د غويي ۳۱ مه آوا ته وویل: د کرنې وزارت له خوا د غنمو پر وړاندې د کار په پروګرام کې ۲۲ زره کسان په ۱۷ ولسوالیو او میمنې ښار کې په دندو ګومارل شوي دي.
د هغه په وينا، دغه پروګرام په تېرو درېيو ورځو کې په فارياب کې پيل شوى، چې موخه يې په ټولنه کې د بېوزلۍ کمول دي.
د فارياب د کرنې او اوبو لګولو رييس ټينګار وکړ چې د دغه پروګرام په ترڅ کې به کرنيز کانالونه، ويالې، سړکونه پاک شي او غاړو ته به سړکونه ورغول شي.
هغه زیاته کړه، کارګران هره ورځ د پنځو کاري ساعتونو لپاره ۱۰،۵ کیلو ګرامه غنم ترلاسه کوي او دغه پروګرام به په فاریاب ولایت کې لس ورځې دوام وکړي.
تر دې مخکې په ټول هېواد کې د "غنمو لپاره کار" پروګرام پیل شوی و، چې زرګونه کسانو د کار په بدل کې غنم ترلاسه کول.
##غنم ##کار ##هیواد ##میمنه ##فاریاب ##کرني_وزارت ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه ##افغانستان_خبرونه ##خبرونه
##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه
د مطلب کود: 253432