دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 218812
نورستان کې له یو شمېر کروندګرو سره مرستې شوې
کرنې وزارت وایي، نورستان ولایت کې یې له یو شمېر کروندګرو او مالدارانو سره بېلابېلې مرستې کړې دي. د نورستان د کرنې ریاست د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په همکارۍ ددې ولایت له یوشمېر کروندګرو او مالدارانو سره د جلغوزیو د غوټو راټولولو د عصري بیاتي ګانو، د شېدو دحفظ الصحې کڅوړو او د رب او اچارو د جوړولو د اړونده توکو مرستې وکړې. د نورستان د کرنې رییس عبدالوهاب نسیمي وویل، دغه توکي چې په کې د جلغوزیو د غوټو راټولولو ۱۲۰ عصري بیاتي ګانې، د شېدو د حفظ الصحې ۴۳ کڅوړې، چې په هره کڅوړه کې یې د شېدې د پروسس لس توکي دي او د رب او اچارو د جوړولو درې کڅوړې شامل دي، د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ ددې ولایت پر یوشمېر بزګرانو او مالدارانو وېشل شوي دي. کرنې وزارت وایي، ددغو پروژو د پلي کولو موخه په دې ولایت کې د جلغوزیو د حاصلاتو خوندي ټولولو ته زمینه برابرول، د خوړو خوندیتوب، د شېدې حفظ الصحې ته پاملرنه او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.
https://avapress.com/vdchz6nii23nz6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته