کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نورستان کې له یو شمېر کروندګرو سره مرستې شوې

24 سنبله 1399 ساعت 11:31

کرنې وزارت وایي، نورستان ولایت کې یې له یو شمېر کروندګرو او مالدارانو سره بېلابېلې مرستې کړې دي.

د نورستان د کرنې ریاست د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په همکارۍ ددې ولایت له یوشمېر کروندګرو او مالدارانو سره د جلغوزیو د غوټو راټولولو د عصري بیاتي ګانو، د شېدو دحفظ الصحې کڅوړو او د رب او اچارو د جوړولو د اړونده توکو مرستې وکړې.

د نورستان د کرنې رییس عبدالوهاب نسیمي وویل، دغه توکي چې په کې د جلغوزیو د غوټو راټولولو ۱۲۰ عصري بیاتي ګانې، د شېدو د حفظ الصحې ۴۳ کڅوړې، چې په هره کڅوړه کې یې د شېدې د پروسس لس توکي دي او د رب او اچارو د جوړولو درې کڅوړې شامل دي، د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ ددې ولایت پر یوشمېر بزګرانو او مالدارانو وېشل شوي دي.

کرنې وزارت وایي، ددغو پروژو د پلي کولو موخه په دې ولایت کې د جلغوزیو د حاصلاتو خوندي ټولولو ته زمینه برابرول، د خوړو خوندیتوب، د شېدې حفظ الصحې ته پاملرنه او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.



د مطلب کود: 218812

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218812/نورستان-کې-له-یو-شمېر-کروندګرو-سره-مرستې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com