دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 218325
په هند کې نېږدې ۱۰۰ زره تنه نور پر کورونا ویروس اخته شوي
د کورونا ویروس له پیله تر دامهاله دا په یوه شپه او ورځ کې د کویډ ۱۹ د مثبتو پېښو تر ټولو لوړه شمېره ده. د دغه هېواد د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، هلته د نویو پېښو په ثبتېدو سره د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر څلور میلیونه او ۲۰۲ تنو ته رسېدلی دی. اوسمهال تر برازیل په هندوستان کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ډېر شوی او تر امریکا وروسته ډېر کسان هلته پر دې وبا اخته شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په هند کې ۷۱ زره او ۶۸۷ تنه د کورونا ویروس له کبله مړه شوي دي.
https://avapress.com/vdcgx79xnak9qw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته