کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هند کې نېږدې ۱۰۰ زره تنه نور پر کورونا ویروس اخته شوي

17 سنبله 1399 ساعت 10:58

د کورونا ویروس له پیله تر دامهاله دا په یوه شپه او ورځ کې د کویډ ۱۹ د مثبتو پېښو تر ټولو لوړه شمېره ده. د دغه هېواد د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، هلته د نویو پېښو په ثبتېدو سره د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر څلور میلیونه او ۲۰۲ تنو ته رسېدلی دی. اوسمهال تر برازیل په هندوستان کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ډېر شوی او تر امریکا وروسته ډېر کسان هلته پر دې وبا اخته شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په هند کې ۷۱ زره او ۶۸۷ تنه د کورونا ویروس له کبله مړه شوي دي.



د مطلب کود: 218325

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218325/په-هند-کې-نېږدې-۱۰۰-زره-تنه-نور-پر-کورونا-ویروس-اخته-شوي

آوا
  https://www.avapress.com