دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 218321
لغمان کې هوایې برید ۲۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې
د لغمان ولایتي چارواکي وایې د دې ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د هوایې برید له امله ۲۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي افغان خبري اژانس ته وویل: تېره شپه د الیشنګ ولسوالۍ« جیبون » سیمه کې وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو په پوسته ډلیز برید کړی، چې ددوی برید په شاه وتمبول شو او پرمهال یې د هوایې برید په پایله کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور سخت ټپیان شوي. نوموړی زیاتوي، په وژل شویو کې ۵ تنه یې د لیزري سلاح درلودونکي هم دي.
https://avapress.com/vdcci4qis2bqs18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته