کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لغمان کې هوایې برید ۲۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

17 سنبله 1399 ساعت 10:30

د لغمان ولایتي چارواکي وایې د دې ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د هوایې برید له امله ۲۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي افغان خبري اژانس ته وویل: تېره شپه د الیشنګ ولسوالۍ« جیبون » سیمه کې وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو په پوسته ډلیز برید کړی، چې ددوی برید په شاه وتمبول شو او پرمهال یې د هوایې برید په پایله کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور سخت ټپیان شوي. نوموړی زیاتوي، په وژل شویو کې ۵ تنه یې د لیزري سلاح درلودونکي هم دي.



د مطلب کود: 218321

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218321/لغمان-کې-هوایې-برید-۲۸-وسله-والو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com