دخپریدو نیټه :جمعه ۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۹
د مطلب کود : 217691
په کندهار کې د دولت د ۳۵ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې
د کندهار له امنیه قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دولت وسله والو مخالفینو تیره ورځ د شاولیکوټ ولسوالۍ د شادي مانده په سیمه کې په پولیس ډله ییز برید وکړ چې د پولیسو په ځوابي برید کې د مخالفینو آته تنه ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول. سرچینه وایي، په دغه برید کې د طالبانو څلور عرادې موټرسایکلونه او یوه دهشکه هم له منځه وړل شوي دي او ۴۱کړۍ ماینونه د پولیسو له خوا کشف او خنثی شوي دي. د سرچینې د معلوماتو پربنسټ،تیره شپه د دولت وسله والو مخالفینو د معروف ولسوالۍ د ټغري په سیمه کې او د ولسوالۍ په قرارګاه بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۱۴ تنه د دولت وسله وال مخالفین وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي. سرچینه کاږي چې په یادو بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی خو د دولت وسله والو مخالفینو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcb9zb58rhb80p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته