دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۸
د مطلب کود : 216308
پمپيو او قريشي د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې کړې
د امريکې د متحدو ايالتونو او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په خپله ليدنه کې د افغانستان د سولې پر پروسې او له دې پروسې سره د پاکستان پر همکارۍ خبرې کړې دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د افغانستان د سولې په پروسه کې د دواړو هېوادونو امريکا او پاکستان پر همکارۍ بحث کړی دی. دواړو خواوو ټينګار کړی چې افغانستان کې ثبات د سيمې له ثبات سره مرسته کوي. دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال افغانستان د سولې بهير په يوه حساس پړاو کې موقعیت لري او ټاکل شوې ډېر ژر د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ بين‌الافغاني خبرې پيل شي. د همدې خبرو پر وړاندې د يوازيني خنډ؛ ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کېدو يا نه خوشي کېدو په تړاو د مشورې لپاره همدا اوس کابل کې مشورتي لويه جرګه روانه ده.
https://avapress.com/vdcfxvd0cw6dyma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته