د زابل د علماوو شورا رییس د دغه ولایت پر والي تور پوري کوي، چې د دیني عالمانو تر منځ نفاق اچولو لپاره هڅې کوي.
هغه همدا ډول ادعا کوي، چې په ناقانونه توګه یې له دندې ګوښه کړی او هغه کس یې پر ځای ټاکلی، چې له دوی سره د دیني عالمانو په امتیازاتو او حقونو کې فساد ته لاره هواره وي.
روح الله روحي ادعا کوي، چې د زابل والي په ناقانونه توګه له دندې لري کړی او پر ځای یې هغه کس ګمارلی، چې له دوی سره د دیني عالمانو په امتیازاتو او معاشونو کې فساد ته لاره هواره کړي.