طالبان وایي د دوی او روسيې تر منځ د اړیکو په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي.
د طالبانو د قطردفتر یو مخکښ غړي ملا خیرخواه له الجزیرې تلوېزيوني شبکې سره په تازه مرکه کې ویلي، دوی د سیمې له ټولو هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا په لټه کې دي، خو د امریکایي ځواکونو د وژلو پر سر له روسیې څخه د پیسو اخیستلو خبرونه ناسم دي او نوموړي یاد راپورونه د سیمې او افغان حکومت د استخباراتي کړیو دسیسه بللې ده.