کانګریس یو شمېر مخکښو غړو د روسې له لوري طالبانو ته د امریکایي سرتیرو د وژلو په وړاندې د انعام ورکولو راپورونو په اړه له استخباراتي مشرانو څخه د معلوماتو غوښتنه کړې وه. په دې ناسته کې د امریکا د استخاراتو مرکزي ادرې مشره ګینا هاسپیل او ددې هېواد د ملي استخباراتو د رییس جان راتکلیف په شمول جګپوړو استخباراتي چارواکو او د کانګریس اتو مخکښو غړیو ګډون درولود.