دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۱۵
د مطلب کود : 213206
کورنيو چارو وزارت: کم عمره کسان په امنيتي ليکو کې نه ګمارو
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په يوې تازه اعلاميه کې ويلي دي، دوی د ۱۸ کلونو څخه د کم عمره کسانو د ګمارنې د مخنيوي په موخه خپلې هڅې چټکې کړي دي.
اعلاميه کې راغلي:
    «د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو په لیکو کې له ۱۸ کلنو د کم عمره پولیسو د ګومارنې په اړه تازه خپور شوی راپور لوستی او په تړاو یې پخوانۍ پيل شوې هڅې لا غښتلې کړې او جدي عملي اقدامات یې ترسره کړي دي.»
د وزارت اعلاميه کې راغلي دي، د دې کار د مخنيوي په موخه د کورنيو چارو وزارت په تشکيل کې يو ځانګړی رياست رامنځته شوی دی.
اعلاميه زياتوي:
    «کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو په لیکو کې د کم عمره پولیسو له ګومارنې د مخنیوي په پار د کورني امنیت ریاست رامنځته کړی، چې یاد ریاست د پولیسو په لیکو کې پر فساد، د پولیسو پر چلند او له ۱۸ کلنو د کم عمره پولیسو پر ګومارنه جدي څارنه کوي او له مخې یې قانوني اجراآت ترسره کوي.»
همداراز کورنیو چارو وزارت کې د پولیسو د هویت او مشخصاتو د ثبت لپاره د “اپس” سیستم رامنځته شوی، چې پر اساس یې د پولیسو په لیکو کې له ۱۸ کلنو د کم عمره کسانو د جلب او جذب مخه په کلکه نیول شوې او تر دې مهاله ۸۰ سلنه ملي پولیس په یاد سیستم کې ثبت شوي دي.
https://avapress.com/vdcjyte8muqev8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته