دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۱
د مطلب کود : 213203
په افغانستان کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۰ زره ۹۶۷ تنو ته ورسېد.
روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۳۵۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۰زره او ۹۶۷ تنو ته ورسېد.

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۳۵۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۰زره
او ۹۶۷ تنو ته ورسېد.
د دغه وزارت مرستیال ویاند نور الله ترکی وایي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۳۴ تنه له دې ناروغۍ مړه شوي او ۲۰۰۴ تنه ترې رغېدلي، چې په دې سره د مړو شمېر ۷۳۷ او د رغېدلو کسانو شمېر ۱۲ زره او ۶۷۸ تنو ته ورسېد.
روغتیا وزارت له هېوادوالو غواړي چې دا ناروغي جدي وګڼي او لازم روغتیایي تدابیر ونیسي.
https://avapress.com/vdcgzw9xwak9qx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته