دخپریدو نیټه :شنبه ۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۲
د مطلب کود : 213097
په کندهار ولایت کې په هوايي برید کې لږ تر لږه ۱۵ تنه طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي‌ دي. د کندهار د امنیې قومندانۍ خبریالان ته ویلي دي چې دا برید د ارغنداب ولسوالۍ د درې سیاسنګ په سیمه کې شوی دی. امنیتي ځواکونو د ارغنداب ولسوالې د درې سیاسنګ په سیمه کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي چې درنه مرګ ژوبله يي‌ ورته اړولې ده .

د بله پلوه د کندهار ولایت د والي ویاند بیا ویلي‌ دي‌ چې په ارغنداب ولسوالۍ کې برید د ناټو ځواکونو لخوا شوی دی.
د کندهار ولایت د والي ویاند د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د ناټو په مشرۍ نړۍوالو ځواکونو په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي چې په نتیجه کې ۱۵ تنه طالبان مړه او ۶ تنه نور ټپيان شوي‌ دي.
پدې بیان کې راغلي‌ دي چې د کندهار ولایت په معروف  ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځه نښته شوې ده چې په نتیجه کې ۶ تنه طالب اورپکي وژل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdchwxniq23nzvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته