د پروان د والي ویانده، وحیده شهکار نن(یک شنبې د غبرګولي په ۱۱مه نېټه) وايي چې دغه هاوان د طالبانو لخوا سیاه ګرد ولسوالۍ جوي دختر کلي کې د افغان ځوکونو پر پوستې ویشتل شوی وو چې پر یوه کور لګېدلی دی.
په همدې حال کې د قربانیانو د کورنۍ غړو تېره ورځ د کابل ـ بامیان لاره د څو ساعتونو لپاره د اعتراض په ډول وتړله او ادعا یې وکړه چې دغه هاوان د افغان ځواکونو لخوا ویشتل شوی دی.
هغو د پېښې عاملانو ته د سزا ورکړې غوښتنه کړې.
د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قومندان، حسین شاه مقصودي څرګندوي:«پولیسو په دې تړاو څېړنې پیل کړې دي او وروسته به مالوماتو له رسنیو سره شریک شي.»
په همدې حال کې طالبانو پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)