آوا خبرګزاری-بلخ: احمد زبیر کریمی د کندوز ملی امنیت رییس، نن دوشنبه (۲۱ دلو) و آوا ته وویل: دا ۱۵ تنه نظامیان او ۲ تنه ملکیان د خان آباد په ولسوالی کې د طالبانو په یوه بند کې وو چی تیره شپه د ملی امنیت ۰۹ قطعاتو خاص عملیات په ترڅ کې آزاد شوی دی.
 
د هغه په وینا دا کسان تراوسه ملی امنیت ریاست مقر ته نه دی رسیدلی او تراوسه یی هویت نه دی مشخص.
 
دا په داسی حال کې دی چی جاری کال کې لسګونه امنیتی سرتیری کندوز کې د طالبانو بند څخه آزاد شوی دی.
 
 

ستاسو نظر

تازه ترین خبرونه