د اعلامیه په اساس یو امریکایی سرتیری نن دوشنبه(۲ جدی) په یو نظامی عملیات کې وژل شوی دی.
امریکایی چارواکې ددی سرتیری وژل کېدو په اړه څه نه دی ویلی.
په اعلامیه کې ویل شوی دی چی د امریکا دفاع وزارت پالیسی په اساس، ددی سرتیری نوم راتلونکې ۲۴ ساعتونو کې خپور کیږی.
په همدی حال کې طالبانو ادعا کړی دی چی دا ډله تیریه شپه د کندوز ولایت چهاردره په ولسوالی کې سفربای په سیمه کې امریکایی او کوماندو او افغان ځواکونو باندی چاودنه ترسره کړي چی په ترڅ کې یو امریکایی سرتیری وژل شوی او دوه نور یو افغان کوماندو په ګډون ټپی شوی دی.