دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۶
د مطلب کود : 292111
په پاکستان کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۷ تنه وژلي او ټپیان کړي دي
د پاکستان پولیسو خبر ورکړی دی چې د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د یوه ځای پر ځای شوي بم د چاودنې له امله ۷ تنه مړه او ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان پولیسو پرون یکشنبه د جوزا په ۲۷ مه اعلان وکړ، چې د خیبر پښتونخوا ایالت په کرم ولسوالۍ کې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوی ماین چاودنې دوه تنه ووژل او پنځه نور یې ټپیان کړل. .
 
دا چاودنه یوه ورځ وروسته له هغې شوې چې د دې ولسوالۍ خلکو د اورپکۍ د نوې څپې پر ضد مظاهرې وکړې.
 
د جون په پیل کې د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې د خیبر پښتونخوا ایالت په ځینو سیمو کې یې په یو لړ عملیاتو کې ۲۳ "ترهګر" وژلي دي.
 
د پوځ چارواکو دا هم ویلي، چې په دې عملیاتو کې د هېواد د پوځ اووه سرتېري هم وژل شوي دي.
 
د پاکستان پوځ دا هم ویلي چې د "ترهګرو" د له منځه وړلو لپاره به د پاکولو عملیات دوام وکړي او د پوځ چارواکي هوډ لري چې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ګواښ له منځه یوسي.
https://avapress.com/vdcb85b58rhb98p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته