کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پاکستان کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۷ تنه وژلي او ټپیان کړي دي

28 جوزا 1403 ساعت 9:06

د پاکستان پولیسو خبر ورکړی دی چې د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د یوه ځای پر ځای شوي بم د چاودنې له امله ۷ تنه مړه او ټپیان شوي دي.


آوا: د پاکستان پولیسو پرون یکشنبه د جوزا په ۲۷ مه اعلان وکړ، چې د خیبر پښتونخوا ایالت په کرم ولسوالۍ کې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوی ماین چاودنې دوه تنه ووژل او پنځه نور یې ټپیان کړل. .
 
دا چاودنه یوه ورځ وروسته له هغې شوې چې د دې ولسوالۍ خلکو د اورپکۍ د نوې څپې پر ضد مظاهرې وکړې.
 
د جون په پیل کې د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې د خیبر پښتونخوا ایالت په ځینو سیمو کې یې په یو لړ عملیاتو کې ۲۳ "ترهګر" وژلي دي.
 
د پوځ چارواکو دا هم ویلي، چې په دې عملیاتو کې د هېواد د پوځ اووه سرتېري هم وژل شوي دي.
 
د پاکستان پوځ دا هم ویلي چې د "ترهګرو" د له منځه وړلو لپاره به د پاکولو عملیات دوام وکړي او د پوځ چارواکي هوډ لري چې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ګواښ له منځه یوسي.


د مطلب کود: 292111

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292111/په-پاکستان-کې-د-سړک-غاړې-ماین-چاودنې-۷-تنه-وژلي-او-ټپیان-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com