افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټی رژیم رسنیو د پوځی تلفاتو د سخت سانسور سیاست په دوام سره، د غزې په تړانګه کښې د دغه رژیم د انجینرۍ د څانګې د ۶۰۱ کنډک د یوه عسکر د وژل کیدو خبر ورکړ.
پرون د عبراني ویب پاڼې "هداشوت بیزمان" راپور ورکړ چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلي رژیم په پوځي موټر د ټانک ضد توغندي د لګیدو په پایله کې 8 اسراییلي سرتیري وژل شوي او سوځیدلي دي.
د بله پلوه د صهیونیسټي رسنیو د خبر له مخې دوه صهیونیسټي عسکر په یو پوځي موټر د بم په چاودنه کې ووژل شول.
په همدې حال کې د حماس د پوځی څانګې القسام بریګیډ پرون اعلان وکړ چې د صهیونیسټی رژیم یوه D9 بلدوزر د یاسین ۱۰۵ راکټونو په وسیله د غزې د تړانګې په جنوب کښې د رفح او وفی په لویدیځ کښې د ال سعودې سیمې په نښه کړې.