افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د بندیانو او ازادو شویو کسانو بورډ ټینګار کړی چې د ۷۵ ښځو او ۲۵۰ ماشومانو په ګډون څه باندې ۹۳۰۰ فلسطینیان اوس هم د صهیونیسټی رژیم په زندانونو کښې بندیان دی.
البته دغه مرکز په ډاګه کړه چې په دغو احصائیو کښې د غزې په تړانګه کښې نیول شوي کسان شامل نه دي چې شمیر یې په زرګونو اټکل شوی دی.
د یادولو وړ ده چې د الاقصی د طوفان د عملیاتو نه وروسته د اسراییلي رژیم لخوا د فلسطینیانو د نیولو لړۍ تیزه شوې ده.