کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې له اوسېدونکو پرته تر ۹۰۰۰ ډېر فلسطینیان اوس هم د اسرائیلو په زندانونو کې بندیان دي

28 جوزا 1403 ساعت 9:09

د فلسطيني مقاماتو دڅرګندونو له مخې: د غزې تړانګې له اوسېدونکو پرته څه دپاسه ٩٣٠٠ تنه فلسطينيان اوس هم دصهيونيسټ رژيم په زندانونو کې بنديان دي .


آوا: د فلسطین د بندیانو او ازادو شویو کسانو بورډ ټینګار کړی چې د ۷۵ ښځو او ۲۵۰ ماشومانو په ګډون څه باندې ۹۳۰۰ فلسطینیان اوس هم د صهیونیسټی رژیم په زندانونو کښې بندیان دی.
 
البته دغه مرکز په ډاګه کړه چې په دغو احصائیو کښې د غزې په تړانګه کښې نیول شوي کسان شامل نه دي چې شمیر یې په زرګونو اټکل شوی دی.
 
د یادولو وړ ده چې د الاقصی د طوفان د عملیاتو نه وروسته د اسراییلي رژیم لخوا د فلسطینیانو د نیولو لړۍ تیزه شوې ده.


د مطلب کود: 292113

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292113/د-غزې-له-اوسېدونکو-پرته-تر-۹۰۰۰-ډېر-فلسطینیان-اوس-هم-اسرائیلو-په-زندانونو-کې-بندیان-دي

آوا
  https://www.avapress.com