دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 292120
په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت د رهبر لخوا د لوی اختر لمونځ ادا شو
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت مشر به د لوی اختر لمونځ په کندهار ولایت کې ادا کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د لوی اختر لمونځ به په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت د مشر په امامت ادا شي.
 
مجاهد زیاته کړه چې نن د کندهار په مرکزي عیدګاه کې د اسلامي امارت د رهبر په مشرۍ د لوی اختر لمونځ ادا شو.
 
هغه دا هم وویل چې "زرګونو هیوادوالو د اختر په لمانځه کې برخه اخیستې وه."
 
د یادولو وړ ده چې په تیرو رخصتیو کې هم په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت د مسئول لخوا د اختر لمونځ ادا شو.
https://avapress.com/vdcb55b5grhb98p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته