دفاع وزارت په یوه خبر پآڼه کې ویل شوي چې د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ په نوي خان نومي کلي کې افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو پر ضد پراخ هوایي او ځمکني عملیات کړي چې په پایله کې یې دغلته ۲۰ طالب وسله وال وژل شوي دي.
د خبر پاڼې له قوله د دې عملیاتو په ترڅ کې دوه افغان امنیتي سرتیري هم ټپیان شوي دي.