دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 175105
د پنځو نورو ولایتونو پارلمانی ټاکنو لومړنۍ نتایج اعلان شو
د پارلمانی ټاکنو لومړنیو نتایجو اعلان په ادامه کې، د پنځو نور ولایتونو لکه میدان وردک، نورستان، سمنګان، کنړ ولایتونو پارلمانی ټاکنو لومړنۍ نتایج د یو خبری ناستې په ترڅ کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس له لوری اعلان شو.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د صیاد اعلان په اساس، عبدالاحمد درانی، عبدالرحمان وردک، محمد مهدی راسخ، حلیمه عسکری او انجنیر حمیده اکبری په ترتیب سره د میدان وردک ولایت کې لوړ رایی ترلاسه کړی دی.
د نورستان په ولایت کې هم عبیدالله نورستانی زاهده فیضان ترټولو لوړ رایی ترلاسه کړی دی.
پارلمانی ټاکنو لومړنیو نتیجو کې د سمنګان په ولایت کې هم دا شکاره کیږی چی ابدال الله محمدی حیات الله سمنګانی ضیاالدین ضیا محبوبیه رحمت و پارلمان ته لاره پیدا کړی دی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس اعلان په اساس، محمد اکبر سلطان زاده، اسدالله ایوبی، سیدمحمد محسن شریفی بلخابی، الحاج حمیدلله بیک او عزیزه جلیس د سرپل خلګو منتخب نمایندګان دی.
د کنر په ولایت کې او شمیرل شوی رایو په اساس، جاوید صافی، شهزاده شاهد، نعمت الله اکریاب او وژمه ساپی ترټولو ډیره رایه ترلاسه کړی دی.
 
https://avapress.net/vdce7n8znjh8fzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته