افغانستان ټاکنو کمیسیون وایی چی د هغوی دفترونو دروازی تړل کیدنه امکان لری چی ټاکڼې د ځنډ سره مخ کړی.
د ملی لوی ائتلاف ملاتړ کوونکې، په دی اخیرو کې د ټاکنو کمیسیون دفترونه په هرات، کندهار او بلخ کې تړلی دی.
اختر محمد ابراهیمی؛ د داخله وزارت امنیتی معین هم په یو ویدیوئی پیغام کی ویلی دی چی هیڅوک حق نه لری نظم عامه اخلال کړی او هغو نهادونو کار کې خنډ راولی چی ټولنیز خدمات وړاندی کوی او یا ملی پروسه مخته وړی.
هغه د خلګو څخه وغوښته چی ددی اقداماتو مانع شی او ټول امنیتی ځواکونه دنده لری چی د ټاکنو دفاترو امنیت تامین لپاره، د اړتیا په وخت کې د زور څخه کار واخلی.
ویل کیږی چی د معترضانو تحصن خیمه د ټاکنو کمیسیون دفتر په وړاندی په هرات کې د امنیتی ځواکونو له لوری هیڅته شوی او پولیس پنځه تنه د کمیسیون دفتر په وړاندی مانع رامځته کولو په تور نیولی دی.
معترضین په کندهار کې وایی چی که هغوی خیمه هم هیڅته شی، د جاده پرمخ کښینی.
دا پیښو ته په کتو سره، د پارلمانی ټاکنو راتلونکې، ورځ په ورځ خرابیږی. په دی منځ کې، صرف نظر ددی څخه چی د ټاکنو کمیسیون دفتر تړل کیدنه، اصولآ یو مدنی اقدام بلل کیږی که نه، د کارپوهانو په باور، ملی لوی ائتلاف غړو ډیر ځلې خپل غوښتنې د دولت او ټاکنو کمیسیون سره شریک کړی دی.
هغوی نږدی ۱۰۰ زره جعلی اسناد افشا کړل چی شکاره کوی ټاکنو کمیسیون او ثبت احوال نفوس اداره، پارلمانی راتلونکې ټاکنو کې پرمختللی تقلب او چل وکړی.
بناپردی، اختلاف یواځی د ټاکنو رامنځته کولو په ډول کې نه دی. بحث پردی دی چی قرار دی دری میلیونه خیالی رای، راتلونکې ټاکنو خالی صندوقونه ډک کړی او په دی توګه، د څلور کال لپاره د دولت نظر وړ یو پارلمان پر کار راشی چی د خلګو څځه به نمایندګی نه کوی.
په دی منځ کې، د صاحب نظرانو په باور اساسی پوښتنه، دادی چی آیا د ټاکنو ځنډول، مهم یا د خلګو حقیقی ټاکنو برخلیک؟ په بل بیان سره، دا چی خلګ ونه شی کولای چی ټاکنو کې ګډون وکړی او یا که ګډون وکړی، هغوی رای حساب نه شی؛ خو ټاکنی ترسره شی، یا ښه خبره داده چی ټاکنې یو ځل بیا دری کاله وځنډول شی ترڅو ګدوندونو مشروع مطالبات او ملی ائتلاف قانون باندی هغوی دغدغی، ترسره شی او یو ملی، آزاد، شفاف او دموکراتیک ټاکنو زمینه برابره شی؟
حکومت وایی چی ټاکنې بدیل او ځایناستی نه لری او په هر شرایطو کې باید ترسره شی. ملی ائتلاف وایی چی حتی که ټاکنې وځنډول شی، هغوی غوښتنې باید تحقق پیدا کړی؛ ځکه باور لری چی بیله هغه، د یو مشروع او حقیقی ټاکنې ترسره کیدو تضمین به نه وی.
په دی منځ کې، صاحب نظران هم په دی باور دی چی په اوسنۍ شرایطو کې، د ټاکنو لپاره هیڅ بدیل شتون نه لری. نه دولت او نه نهادونه او دولت منتقد سیاسی جریانونه، آلترناتیوی ورته نه لری؛ خو په دی منځ کې، کوم مشکل شتون لری چی هغه ټاکنې چی بیلابیلو بهانو سره دری کاله وځنډیدل یو ځل بیا وځنډول شی ترڅود یو شفاف او مشروع او حقیقی ټاکنې زمینه برابر شی او خلګ وکولای شی خپل وکیلان د ځان لپاره وټاکې نه دولت او ټاکنو کمیسیون او خارجی سفارتخانه او بهرنی قدرتونه؟
دولت او ټاکنو کمیسیون وایی چی ملی لوی ائتلاف مطالبات، مشروع او قانونی دی؛ خو وخت د تحقق لپاره یی نه دی پاته. حق د هغوی سره دی؛ خو ګوندونه وایی چی هغوی میاشتو میاشتو مخکې دا مطالبات مطحر کړی دی؛ خو دولت هغوی ته غوږ نه دی نیولی.
له بل لوری ټاکنو کمیسیون او دولت راتلونکې ټاکنو کې تقلب ۱۰۰ زره افشا شوی سندونو په اړه هم څه نه دی ویلی او بی ځوابه پاته دی.
په دی حساب سره، همدا وجه ده چی ټاکنې د اختلافاتو سره مخ کیږی ترڅو چی دولت او ټاکنو کمیسیون ونه غواړی ددی اختلافاتو لپاره حل لاره او مشروع لاره بیدا کړی، د ټاکنو راتلونکې لید به همداسی مبهم پاته وی.