دفاع وزارت وایي، د غزني د مالستان او جاغوري ولسوالیو امنیتي وضعیت اوس د افغان امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی او د وسلهوالو طالبانو د ګواښونو د لهمنځه وړلو لپاره نور ځواکونه هم سیمې ته استول شوي دي.
دغه څرګندونې د دې وزارت ویاند غفور احمد جاوېد رسنیو سره کړي او زیاته یې کړه چې د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز محمد شریف یفتلي به نن جاغوري ته لاړ شي او د جګړې قومانده به په خپله په لاس کې واخلي.
دی وايي:
موږ جاغوري ته په شپږو پروازونو کې اضافي سرتېري او د ډاکتر شاه جهان په مشرۍ یو پلاوی هم واستاوه. پهدې اضافي سرتېرو کې د ملي امنیت، همدارنګه د افغان کوماندو ځانګړي ځواکونه شامل دي. سبا به د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز خپله سیمې ته لاړ شي او هلته به د جګړې قومانده خپله په غاړه واخلي."
د ښاغلي جاوېد په وینا په سیمه کې د وسلهوالو طالبانو په وړاندې د افغانستان د هوایي ځواکونو د بمبارۍ په ګډون عملیات دوام لري چې دښمن ته پهکې درنه مرګ ژوبله رسېدلې خو دقیق شمېر یې څرګند نهکړ.
د ښاغلي جاوېد په وینا په سیمه کې د وسلهوالو طالبانو په وړاندې د افغانستان د هوایي ځواکونو د بمبارۍ په ګډون عملیات دوام لري چې دښمن ته پهکې درنه مرګ ژوبله رسېدلې خو دقیق شمېر یې څرګند نهکړ.
د غزني د جاغوري او مالستان او دغه راز د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالیو چې اکثریت وګړي یې هزارهګان دي، د امنیت د ټینګښت لپاره پرون په کابل کې په سلګونو کسان ارګ ته نېژدې د اعتراض په توګه راټول شوي وو.