زاهد نصر الله ویلی چې ځینې وخت افغان چارواکي اعتراض کوي، چې دا ددوی ( د پاکستان)خاوره نه ده، د افغانستان خاوره ده.د پاکستان سفیر نصرالله خان وايي "د دواړو هېوادونو پوځي چارواکي په تورخم او چمن کې د هغږۍ پر دوو مرکزونو توافق ته رسیدلي او دوی به په دغو مرکزونو کې په ورځنيو سرحدي مسایلو او اغزن تار باندې بحث کوي".
سفیر وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې تر ټولو ستر مشکل ددې کرښې رسمي پېژندل دي.
افغان دولت تر پاکستاني سفیر د څرګندونو په اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی