کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان: افغان حکومت د ډیورنډ پر کرښه له اغزن تار سره مخالفت نه دی کړی

5 جوزا 1397 ساعت 9:10

افغان حکومت د ډیورنډ پر کرښه له اغزن تار سره مخالفت نه دی کړی.دا خبر نن په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصر الله خان په یوه مرکه کې وکړه.زاهد زیاته کړه چې افغان حکومت یواځې پر هغو سیمو اعتراض لري چیرته چې د ډیورنډ کرښه واضحه نه ده.




زاهد نصر الله ویلی چې ځینې وخت افغان چارواکي اعتراض کوي، چې دا ددوی ( د پاکستان)خاوره نه ده، د افغانستان خاوره ده.د پاکستان سفیر نصرالله خان وايي "د دواړو هېوادونو پوځي چارواکي په تورخم او چمن کې د هغږۍ پر دوو مرکزونو توافق ته رسیدلي او دوی به په دغو مرکزونو کې په ورځنيو سرحدي مسایلو او اغزن تار باندې بحث کوي".
سفیر وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې تر ټولو ستر مشکل ددې کرښې رسمي پېژندل دي.
افغان دولت تر  پاکستاني سفیر د څرګندونو په اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی


د مطلب کود: 164228

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164228/پاکستان-افغان-حکومت-د-ډیورنډ-پر-کرښه-له-اغزن-تار-سره-مخالفت-نه-دی-کړی

آوا
  https://www.avapress.com