د پاکستان رسنیو له افغانستان سره د دغه هیواد په پوله کې تر څلورسووکلومیټرو پورې خندق یا کندې د کندلو خبر ورکړ .
د اسوشیټډ خبري آژانس د راپور له مخې پاکستان په بلوچستان صوبه کې له ډیورینډ کرښې سره په اوږدو کې ۴۸۵ کلومیټره لوی خندق کنلی دی .
دا خندق دوه نیم میټره ژور او درې میټره پلن دی.
د پاکستان سرحدي ځواکونو په یوې خپرې کړې بیانیې کې وویل : دا خندق به نه یوازې د وسلې او نشه ایزو موادو لیږد کنټرولوي بلکې پاکستان ته د ترهه ګرو او غیر قانوني کډوالو ته اوړیدو مخه به هم نیسي.
دافغانستان د کندهار د پولیسو کوماندان عبدالرزاق د پاکستان د سرحدي ځواکونو د خبرتیا په غبرګون کې وویل : که پاکستان په رښتیا د مرستې او د ترهه ګرو د اوړیدو دمخ نیوي اراده لري باید ترهه ګر تولید نه کړي.
سرچينه : دصدیا افغان خبیری آژانس(اوا)