د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د خواجه عمری ولسوالی نمایندګان او اوسیدونکې پرون یک شنبه( ۲۶ حمل ) د غزنی والی سره په لیدنه کې، په دی ولسوالی کې د پولیسو تشکیل ډیر لږ وبلل او د پولیسو د ډیریدو غوښتونکې دي.
کریم متین، د غزنی والی ددی ولسوالی اوسیدونکو غوښتنې هم پرځای بللی او په ځواب کې یی ویلي دی: د غزنی ټول ولسوالی د ځواکونو جدی کمبودی سره مخ دی، خو د امنیتی ځواکونو ډیریدل د والی په صلاحیت کې نه دی، بلکه په دی اړه باید د ولسمشر او دفاع وزارت او داخله وزارت سره خبری وشی.
د غزنی والی وعده ورکړ چی خپل صلاحیتونو په چارچوکاټ کې، ددی ولسوالی اوسیدونکو ځینی امنیتی غوښتنې پوره کوی.