د غزنی ولایت ولایتي شورا مرستیال امانالله کامراني په وینا وسلهوالو طالبانو تېره شپه شااوخوا ۲ بجې پر یادې ولسوالۍ برید کړی او یاده ولسوالۍ یې د څو ساعتونو لپاره سقوط کړه.
نوموړی وايي چې ولسوالۍ بېرته سهار د افغان امنیتي ځواکونو لاسته لوېدلې، خو په خبرهیې چې وسلهوالو طالبانو د ولسوالۍ ودانۍ او نور توکي سوځولي دي.
په ورته وخت کې بیا د دغه ولایت د والي ویاند محمد عارف نوري د ولسوالۍ د سقوط خبره په کلکه ردوي، خو بریدونه مني چې تېره شپه وسلهوالو طالبانو پر خواجه عمري ولسوالۍ ډلهییز بریدونه کړي چې پر مهالیې د یادې ولسوالۍ د ولسوال په ګډون ۷ افغان سرتېري وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.
نوموړی وايي چې یادې ولسوالۍ ته سمدستي له مرکزه کمکي سرتېري تللي او د وسلهوالو طالبانو بریدونهیې په شا تمبولي دي.
دی وايي، د یادو بریدونو پر مهال وسلهوالو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېر په اړهيې معلومات نهلري.
بلخوا بیا د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ازادي راډيو ته په استولي برښنالیک کې ويلي چې ولسوالۍ سقوط کړی او لسګونه افغان سرتېرو تهیې مرګ ژوبله اړولې ده.