دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۰۱
د مطلب کود : 160953
د هېواد بېلابیلو سیمو کي ۲۳ تنه وسله والو وژل شوی
د ملی دفاع وزارت وایی، افغان امنیتی ځواکونو تېرو څلورویشتو ساعتونو کې چاڼيز، هوايي او ځانګړي عملیات ترسره کړي دي.

د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د ملي دفاع وزارت نه خبرشوی خبر پانه کی ویلی دی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د  افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې د هېواد بېلابيلو سیمو کې۲۳ وسله‎وال وژل شوي دي.
یاد وزارت سرګندوی، د دغه عملیاتو کې د داعش وسله والو هم دوه تنه وژل شوی دیی.
د ملی دفاع وزارت وایی، د افغان امینتی ځواکونو پوځي عملیاتو کې ۲۱ تنه وسله‎والو ټپیان شوی دی.
سرچینوزیاتوی، چې افغان ځواکونو په غزني، ارزګان، بادغیس، بغلان، تخار، بدخشان او هلمند ولایتونو کې ترسره شوي دي.
یاد وزارت ویلی، په یاد عملیاتو کې د وسله‎والو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تلي دي.
د ملي دفاع وزارت وايي، چې افغان ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې اته چاڼيز، ۶۹ ځانګړي پوځي عملیات، ۱۰۰ هوايي بریدونو یې د وسله‎والو پر وړاندې ترسره کړي دي.
خو تر اوسه یاد وسله والو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdcjiyevtuqemhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته