کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد بېلابیلو سیمو کي ۲۳ تنه وسله والو وژل شوی

11 حمل 1397 ساعت 18:01

د ملی دفاع وزارت وایی، افغان امنیتی ځواکونو تېرو څلورویشتو ساعتونو کې چاڼيز، هوايي او ځانګړي عملیات ترسره کړي دي.



د افغان غږ(آوا غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د ملي دفاع وزارت نه خبرشوی خبر پانه کی ویلی دی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د  افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې د هېواد بېلابيلو سیمو کې۲۳ وسله‎وال وژل شوي دي.
یاد وزارت سرګندوی، د دغه عملیاتو کې د داعش وسله والو هم دوه تنه وژل شوی دیی.
د ملی دفاع وزارت وایی، د افغان امینتی ځواکونو پوځي عملیاتو کې ۲۱ تنه وسله‎والو ټپیان شوی دی.
سرچینوزیاتوی، چې افغان ځواکونو په غزني، ارزګان، بادغیس، بغلان، تخار، بدخشان او هلمند ولایتونو کې ترسره شوي دي.
یاد وزارت ویلی، په یاد عملیاتو کې د وسله‎والو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تلي دي.
د ملي دفاع وزارت وايي، چې افغان ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې اته چاڼيز، ۶۹ ځانګړي پوځي عملیات، ۱۰۰ هوايي بریدونو یې د وسله‎والو پر وړاندې ترسره کړي دي.
خو تر اوسه یاد وسله والو په دی اړه تبصره نه دی کړی.


د مطلب کود: 160953

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160953/د-هېواد-بېلابیلو-سیمو-کي-۲۳-تنه-وسله-والو-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com